اقتصاد

داسياپرمختيايي بانک دزياتوکلونولپاره له افغانستان سره دايمي ملاتړته چمتو دى .

کابل – باختر- دزمري شلمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي نن داسيا دپرمختيا بانک له مرستيال وينکاي  ژانګ  سره په کابل کې وکتل .
  دماليې وزارت داطلاعاتو او عامه پوهاوي رياست  باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې کتنه کې دبنسټونو دپراختيا، داسيا دپرمختيايي بانک دپانګونې له لارې  دسيمه ئيزپيوستون،داوسپنې دپټلۍدشبکو،سړکونو اوانرژي په باب خبرې وشوې . دماليې وزير دسيمه ئيزې او دمرکزي اسيا داقتصادي همکاريو په لاره کې دپرمختيايي پروژو په باب  له خبرو وروسته  داسيا دپرمختيا بانک رول  وستايل .
  افغانستان عقيده لري چې داقتصادي همکاريوښه والي او دافغانستان  او دنورو هيوادونو ترمنځ  متقابله  همغږي  نه يوازې  مرسته کوي  بلکې  دهيوادونو ترمنځ  دسولې اودمتقابل اعتماددرواجولو لپاره به دسيمې دخلکو له سوکالۍ سره  مرسته وکړي .  داسيا دپرمختيايي بانک  له افغانستان سره  څلورم  مرستندوي او په کال کې  دڅه دپاسه دوه سوه پنځوسو مليونو ډالرو په مرستې سره  لومړنۍ  څو اړخيز مرستندوي دى . دماليې وزير داسيا دپرمختيا بانک  پراخ ملاتړ ته  په پاملرنې سره  چې له افغانستان سره يې کوي وويل: دافغانستان دولت  دزړه له کومې  داسيا دپرمختيايي بانک  دملاتړ  او داقتصادي  پراختيا  او دافغانستان دبنسټيزو پروژو دپروګرامونو  ددوام له امله  چې  دهر افغان  ژوند يې  تر اغيزې لاندې نيولي دي  ، قدرداني کوي .
داسيا دپرمختيايي بانک مرستيال وينکاي  ژانګ  افغانستان  يې  يو اعتماد وړ  شريک وباله  او اعلام يې وکړ  چې داسيا دپرمختيايي بانک  دهغه  تمايل او علاقمندۍ له مخې  چې لري  يې   دزياتو کلونو لپاره  دافغانستان  دملاتړ لپاره  چمتو دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته