ټولنه

د دولتي جوړښتونو د پیاوړي کولو اړتیا

کابل/ د لیندۍ ۱۴ مه/ باختر
د ټولو راولاړو ستونزو د حل لپاره د دولت پیاوړي کول ټاکونکی ارزښت لري. د افغانانو ګڼې ستونزې یواځې د پياوړي دولت په شتون کې حل کېدای شي.
د باختر آژانس سیاسي مفسر دې موضوع ته کتنه کړې ده او لیکي:
تپل شوې جګړې زموږ دولتي جوړښتونه ډېر کمزوري کړل. د دغو جوړښتونو د رامنځ ته کېدو او د هغوی د پیاوړتیا لپاره ډېر کلونه کار شوی و، ډېر لګښټ پرې راغلی و. منو چې هغو جوړښتونو بدلون ته اړتیا لرله، نوي کېدو ته یې اړتیا لرله او لا پیاوړتیا ته یې اړتیا لرله. خو له بده مرغه د هېواد د تاریخ په یو کړکېچن پړاو کې زموږ د دولتي جوړښتونو نړېدل پيل شول، توپ او ټوپک د قانون ځای ونیو، د ملي اردو د افسرانو پوځي یونیفورم یې له وښو او بوسو ډکاوه او ملنډې یې پرې وهلې، د هېواد پیاوړي کدرونه یې له دندو وشړل او پر هېواد له وحشته ډک تور تم واکمن شو. دا هر څه د افغان ولس تر سترګو وړاندې تېرېدل. ځینو ورته بابیزه ګڼل، خو ډېرو دا د افغانستان د ورانولو لپاره د تاریخي دښمنانو یوه خطرناکه توطیه او دسیسه بلله. دا رښتیا هم یوه خطرناکه دسیسه وه اوموخه یې د افغان دولت د ټولو بنسټونو نړول وو. دوی تر ډېره په دغه کار کې بریالي هم شول.
افغانانو ١٨ کاله وړاندې د نړیوالې ټولنې په مرسته او ملاتړ بېرته د خپلو دولتي بنسټونو جوړول پيل کړل. خو بیا هم تاریخي دښمنان د خیر پر غونډۍ کینناستل اود خپلو کورنیو لاسپوڅو په مرسته یې د نظام جوړونې بهیر مخې ته د خنډونو پر جوړولو لاس پورې کړ.
که موږ د  تېرو اتلسو کلونو ټولو پرمختیاوو ته ځغلنده کتنه وکړو، نو ګورو هر وخت چې د دولت د پیاوړي کولو لپاره د کوم ګام د پورته کېدو تابیا نیول شوې ده او یا هم کوم ښه نوښت وړاندې شوی دی، له ځنډ پرته یې مخالفت شوی دی او د دغه رازګام او نوښت د ناکامولو کوښښ شوی دی. خو له دغو ټولو خنډونو او مخالفتونو سره  سره، موږ په تېرو اتلسو کلونو کې د دولتي جوړښتونو د پیاوړي کولو په برخه کې د پام وړپرمختګ کړی دی، خو دا هم باید ووایو چې دا جوړښتونه او بنسټونه مو لا ډېر پياوړي او غښتلي نه دي. یوه ښه بېلګه یې د جمهوري ریاست انتخابات دي چې د تلې پر شپږمه ترسره شول، خو لا تراوسه یې پایلې نه دي په ډاګه شوې.
که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په څېر نور خپلواک او ناخپلواک ملي جوړښتونه پياوړي وای او یواځې د قانون په رڼا کې یې اجراات ترسره کولای او د بېلابېلو ملحوظاتو تر اغېزې لاندې نه راتلای، نو پوره باور دی چې اوس به وخته د انتخاباتو پایلې اعلام شوې وای او دغه بحران او ناندرۍ به نه رامنځ ته کېدای.
منو چې دا د افغانستان په څېر د وروسته پاتي هېوادونو یوه ستره ستونزه ده، خو پوښتنه دا ده چې دا هېواد به ترکومه همداسې وروسته پاتې وي. آیا موږ غواړو چې افغانستان یو بریالی دولت وي او که نه د پخوا په څېر یو ناکام دولت؟ آیا موږ غواړو دغو ستونزو او بحرانونو ته پای ورکړو او که نه؟ آیا موږ غواړو خلک مو سوکاله او نېکمرغه ژوند ولري او که نه؟  که د ا هرڅه غواړو نو باید تر ټولو لومړی خپل دولتي جوړښتونه غښتلي او پياوړي کړو.
غښتلی دولت د ټولو ستونزو حل ته اوږه ورکولای شي. کمزوری دولت خپله نور بحرانونه زېږوي. له اوسني بحرانه د وتلو راز د دولت په  پیاوړتیا کې نغښتی دی.
د دولت د پیاوړتیا بهیر باید قانون محوره او د ولسواکۍ پر اصولو ولاړ وي. د دولت د پیاوړتیا لپاره هراړخیز سیاسي پروګرام ته اړتیا ده. ټول سیاسي ګوندونه، دولتي او نادولتي جوړښتونه باید دا واقعیت ومني چې د دولت پياوړتیا د ټولو په ګټه ده.
د دولت پياوړتیا د قانون د واکمنۍ پیاوړتیا ده او د قانون واکمني ټولنیز عدالت او د قانون پر وړاندې د ټولو برابري بسیا کوي.
پاى/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته