امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٣
په فارياب ولايت کې دهوايي بريد له امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول دغه بريد نن سهار دافغانستان دهوايي ځواکونو له خوا په غورماچ ولسوالۍ کې د طالبانو په سنګرونو ترسره شول.
په فارياب ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل په دې هوايي بريد کې دوسله والو طالبانو د دوو تنو قوماندانانو په ګډون شپږ تنه طالبان ووژل شول .
ويل کيږي په دې هوايي بريد کې دسيمې خلکوته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبرله مخې، اوو تنو وسله والو طالبانوته په قيصار ولسوالۍ کې له پوځيانو سره دجګړې په بهير کې مرګ ژوبله واوښته .
دغه جګړه تيره شپه دقيصار ولسوالۍ په لويه لاره کې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان د طالبانو له بريد وروسته ونښته .
ويل کيږي چې په دې هوايي بريد کې سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته