امنیت

يوه ميرمن په بغلان کې د خپل ميړه له خوا ووژل شوه

کابل باختر د مرغومي دويمه :
يوه ميرمن تېره شپه په بغلان ولايت کې دخپل ميړه له خوا ووژل شوه .
  دغه ميرمن چې٤٠ کلنه وه؛ په نامعلوم دليل د مرکزي بغلان د ولسوالۍ په چايابي کلي کي په خپل کورکې دخپل ميړه له خوا زندي کړې شوه او وژل شوه.
  د مرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابري ددغه خبر د تاييدولو په ترڅ کې باخترآژانس ته وويل چې د دغې ميرمنې ميړه تښتيدلى دى او زوى يې د تحقيق په خاطر د پوليسو تر توقيف لاندى دى.
ده زياته کړه چې قضيه دمرکزي بغلان د څارنوالۍ ادارې ته ليږدول شوې ده او پوليسو د قاتل د نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته