ټولنه

دهيواد دوه تنه قاريان دقرآنکريم دښه تلاوت په سياليوکې ګډون کوي

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٩
دوه تنه افغان قاريان د قرآن اعظيم الشان دښه تلاوت په سيالۍ کې چې ټاکل شوې ده په ترکيې کې ترسره شي؛ ګدون وکړي.
دپوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
د قرآن اعظيم الشان دښه تلاوت په سيالۍ کې چې پرون ددغه وزات د اسلامي تعليماتو دمعينيت له خوا د قرآن مجيد د اتو تنو قاريانو ترمنځ په کابل کې ترسره شوه؛ دوه تنه وکولاى شول چې دقرآنکريم دښه تلاوت په سيالۍ کې چې په نږدې راتلوونکي کې د ترکيې په استانبول ښارکې ترسره کيږي؛ لاره ومومي .
دپوهنې وزارت داسلامي تعليماتو معين ډاکتر شفيق صميم وويل: پخوا درې زرو تنو قاريانو په دغو سياليوکې دګډون لپاره سيالۍ وکړه چې په نتيجه کې يې اته تنه وروستى پړاوته لاره وموندله چې څلوروتنو يې دښه تلاوت او څلورتنه نوريې قرآنکريم دحفظ په برخه کې سيالۍ وکړه چې دوه تنه يې د ستانبول په سيالۍ کې دګډون لپاره وټاکل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته