سیاست

د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له ډیپلوماتانو سره په لیدنه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس حامد کرزي د وینا متن

کابل  باختر دتلې دمياشتې  ١٠ :

د ۲۰۱۳ میلادي کال د سپټمبر ۲۷ مه
بجینګ، چین

بسم الله الرحمن الرحیم
د شانګهای سازمان محترم سکرتر جنرال،
د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو درنو سفیرانو،
قدرمنې اغلې سفیرې،
د کوربه هېواد چین محترم استازی،
د نن ورځې په زړه پورې غونډې ته ډیر ښه راغلاست چې د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو او ناظرو هېوادونو له ډیپلوماتیکو استازو سره زما د لیدنې په هدف جوړه شوې. کله چې په کابل کې خبر شوم چې تاسې غواړﺉ له ماسره د یوې غونډې په ترڅ کې لیدنه وکړﺉ، نو ما له ځان سره وویل چې دا یوه مهمه لیدنه ده او افغانستان د شانګهای سازمان د ناظر او د دغې سیمې د یو غړي په توګه ډیر داسې څه لري چې د شانګهای له سازمان سره یې شریک کړي او همدا راز له یاد سازمان څخه ځینې څه زده کړي، نه یوازې په دې خاطر چې مونږ د نړۍ پر مخ په ګډه سیمه کې موقعیت لرو، بلکې له دې امله هم چې  د ماهیت او وسعت له پلوه ، په بشپړه توګه ګډ فرصتونه او ستونزې لرو.
میرمنو او ښاغلو،
تاسې ټول د هغو پېښو په اړه چې د تېرو دیرشو کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې واقع شوي دي خبر یاست ، د پخواني شوروي له یرغل څخه وروسته بیا په افغانستان کې د طالبانو تر واکمن کیدو او وروسته بیا د امریکا او ناټو  ځواکونو تر راتګ پورې او بیا له وروستیو پېښو څخه نیولې تر نن ورځې پورې، د دغو ټولو مسلو په اړه پوهیږﺉ.  له شک پرته، افغانستان  کړاونه لیدلي او په تېرو لسو کلونو کې یې ګڼ شمېر پرمختګونه هم ترلاسه کړي دي. همداراز ټول افغان ولس د دغو کلونو په ترڅ کې کړاونه لیدلي دي.
مونږ په دې باور یو چې د ترورېزم او تاوتریخوالي ګواښ چې په ځانګړي ډول افغانستان او پاکستان متاثره کوي، نه یوازې د افغانستان او پاکستان لپاره، بلکې د ټولې  سیمې لپاره ګواښ بلل کیږي. د کینیا هېواد مرکز په نایروبی ښار کې د ترورېزم د تاوتریخوالي د ګواښ د پایلو شاهد وو همداراز د پاکستان په پېښور ښار کې مو ولیدل چې په یوې غمجنې پېښې کې هغه بله ورځ  د تروریستانو لخوا ۸۰ وګړي یوې کلیسا ته څېرمه ووژل شول.  هره ورځ وینو چې څرنګه زمونږ سرتېري، پولیس او هېوادوال په افغانستان کې د ترورېزم له ګواښ څخه کړیږي. ترورېزم زمونږ د ټولو لپاره ګواښ دی، نوځکه کله ناکله په روسیې، چین او هند کې هم تروریستي پېښې لیدل کیږي.
افغانستان نه یوازې ستاسو له هېوادونو سره کلتوري او  سوداګریز تړاو لري، بلکې کړاونه یې هم له سیمې سره ګډ دي. اصلي پوښتنه دا ده چې مونږ څه ډول کولای شو خپل هېوادونه او سیمه د ترورېزم او افراطیت له ګواښ څخه  وژغورو او څنګه کولای شو د خپلو هېوادونو لپاره د غوره اقتصادي راتلونکې او د ښېرازه ټولنو د رامنځ ته کولو لپاره له یو بل سره همکارۍ وکړو؟
افغانستان او پاکستان هغه دوه عمده هېوادونه دي چې ترټولو زیات ګډ ګواښونه او فرصتونه لري. افغانستان په تېرو دولسو کلونو کې له پاکستان سره په پراخه کچه د همکارۍ په موخه بې سارې هڅې کړي دي. په دې وروستیو کې ما پاکستان ته سفر وکړ او له صدراعظم نواز شریف سره مې خورا اغیزمنه لیدنه درلوده چې په ترڅ کې یې دې توافق ته ورسیدو چې پاکستان به د طالبانو مشخص مشران له خپلو زندانونو څخه خوشې کوي. له نیکه مرغه چې صدراعظم نواز شریف په خپله ژمنه عمل وکړ او ملابرادر یې له بنده خوشې کړ ، خو د سولې د بهیر لپاره دا اقدام یوازې د سمندر د یو څاڅکي په څېر دی.
مونږ افغانان دا تمه لرو چې زمونږ پاکستاني وروڼه به له مونږ سره په ځانګړي ډول او پراخه کچه همکاري وکړي ترڅو په ګډه وشو کولای چې خپل هېوادونه د ترورېزم او افراطیت له ګواښ څخه وژغورو.  له ایران، هند، چین ، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او همدارنګه له قرغزستان او قزاقستان سره ښې او اغیزمنې همکارۍ لرو او همداراز له روسیې سره زمونږ اړیکې پیاوړې او د پراختیا په حال کې دي. د چین هېواد د افغانستان په پرمختیا او ثبات کې ډیره مهمه ونډه اخیستې ده. زمونږ په نظر، د ترورېزم پرخلاف په جګړه کې بریالیتوب د هر هېواد لخوا په انفرادي ډول  نه ترلاسه کیږي چې هڅه کوي ترڅو د خپل هېواد تر شاوخوا د انزوا امنیتي کمربند رامنځته کړي، په دې ډول  بریالیتوب نه ترلاسه کیږي او یا یو شمېر نور هېوادونه دي چې په ګډه هڅه کوي ترڅو د خپلو هېوادونو ترشاوخوا د انزوا امنیتي کمربند رامنځته کړي، بریالیتوب داسې نه ترلاسه کیږي. د سي آی اس یا  د مشترک المنافعو خپلواکو هېوادونو د سازمان لخوا چې د مرکزي آسیا هېوادونه په کې غړیتوب لري، د روسیې په سوچي ښار کې اعلامیه خپره کړه چې د یاد سازمان د غړو هېوادونو مشرانو پر دې فکر کړی چې  څرنګه کولای شي د خپلواکو مشترک المنافعو هېوادونو ترشاوخوا  امنیتي کمربند رامنځته کړي. زمونږ په نظر دا د حل لاره نه ده، بلکې د حل لاره زمونږ د هېوادونو ترمنځ له دغې ستونزې څخه د وتلو لپاره ګډه همکارۍ ګڼل کیږي، په ځانګړي ډول له افغانستان او پاکستان سره د ترورېزم پرخلاف د مبارزې په برخه کې همکاري کول او د افراطي تروریستانو دپټنځایونو، روزنیزو مرکزونو، د افراطي ډلو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو دمرکزونو او د هغو مالي سرچینې له منځه وړل د حل لاره بلل کیږي.
نو زما مهم وړاندیز نننې غونډې ته دا دی چې د ځینو هېوادونو تر شاوخوا  د امنیتي کمربند د رامنځته کولو پر ځای، د حل د لارو د موندلو په خاطر، مونږ باید د خپلو همکاریو کچې ته په دوه اړخیز او څو اړخیز ډول پراختیا ورکړو. له شک پرته، د نړۍ درې مهم هېوادونه چین، روسیه او هند  زمونږ ترڅنګ قرار لري چې پراخ بالقوه ظرفیتونه، وړتیاوې او امکانات لري. له موجوده وړتیاوو سره، مونږ کولای شو په ګډه کار وکړو ترڅو په سیمه کې هغو ستونزو ته چې ورسره مخامخ یو د حل لارې پیدا کړو.  دغو درې هېوادونو ته په کتو سره، افغانستان له هند سره خورا ښې، دوستانه او  نږدې اړیکې لري چې په تېرو دولسو کلونو کې یې له مونږ سره دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده، افغانستان له چین سره هم ژورې اړیکې لري. چین ته دا زما پنځم یا شپږم سفر دی. زمونږ اړیکې له چین سره د لا پراختیا په حال کې دي. چین لومړنی هېواد دی چې د  افغانستان د منرالونو، گاز او نفتو د استخراج په برخه کې یې پانګونه کړې ده.   افغانستان له روسیې سره ژورې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري چې د لا پیاوړي کیدلو په حال کې دي او همدا راز له نورو هېوادونو سره،  په همدا شان له ایران سره ښې اړیکې لرو.  نوځکه زما وړاندیز دا دی چې د یوې سوله ییزې سیمې د رامنځته کولو لپاره مونږ باید له یو بل سره همکاري او مرسته وکړو ، د داسې یوې سیمې د رامنځته کولو پخاطر په ګډه کار وکړو چې د ترورېزم او افراطیت له ګواښ څخه خوندي وي ځکه چې زمونږ د پرمختګ لپاره دا یوازنۍ لاره ده.
زما په باور مونږ دا کار کولای شو. که مونږ خپلو ستونزو ته په خپله ورسیږو، فکر نه کوم چې نور نړیوالې ټولنې ته اړتیا ولرو چې په دې برخه کې له مونږ سره مرسته وکړي. زمونږ د عمل نه شتون د دې سبب شو چې د نړیوالې ټولنې ځینې غړي هېوادونه  زمونږ ملکونو ته په ځانګړي ډول افغانستان ته راشي. که مونږ خپلو ستونزو ته خپله پام وکړو او له یو بل سره همکاري وکړو او د دغه هدف لپاره سرچینې ځانګړې کړو، نو له ستونزو څخه به وژغورل شو. د دغه هدف د تحقق لپاره، له شک پرته مونږ باید په انفرادي او ټولیزه توګه سیاسي اراده ولرو.
د افغانستان په اړه باید ووایم، د ناټو سازمان له افغانستانه د وتلو په درشل کې دی. په راتلونکي کال کې د ناټو، آیساف او امریکا ځواکونه له افغانستانه وځي. د دوی وتل زمونږ غوښتنه وه او د افغانستان په خېر او ګټه هم تمامیږي. له ناټو او امریکا سره د امنیتي تړونونو پر سر زمونږ خبرې اترې دوام لري. مونږ د دغو موافقه لیکونو د څرنګوالي په اړه ځانګړی لید لوری لرو چې له  ناټو او امریکا سره مو شریک کړی دی او په دې اړه زمونږ مذاکرات لاتراوسه هم دوام لري. کله چې د افغانستان د حاکمیت او ګټو، د افغان ولس د ساتنې او د ترورېزم پرخلاف د واقعي جګړې په اړه  زمونږ غوښتنې ومنل شوې او په دې برخه کې توافق ته سره ورسیدو ، د افغانستان خلک بیا هغه مهال غواړي چې له ناټو او امریکا سره  امنیتي تړونونه لاسلیک شي.
خو دا امنیتي تړونونه باید د سیمې په ګټه وي نه په زیان یې.  دا امنیتي تړونونه باید د سیمې ملاتړ له ځانه سره ولري نه مخالفت. دغه تړونونه باید د افغانستان او د هغه د همکارانو ترمنځ د باور او همکارۍ غوره فضا رامنځته کړي. نو افغانستان په دې پوهیږي چې د دغې سیمې غړی دی او په یادې سیمې کې ژوند کوي. خو افغانستان به له خپلو اړتیاوو سره سم د نړۍ له نورو هېوادونو سره همکارۍ او اړیکې ولري.  په ۲۰۱۴ میلادي کال کې به په افغانستان کې ټاکنې هم ترسره شي. دا به درېیم وار وي چې زمونږ په هېواد کې د جمهوري ریاست لپاره انتخابات کیږي او مونږ هڅه کوو ترڅو دا انتخابات پرته له ستونزو او په سوله ییزه فضا کې ترسره شي. هیله لرم چې زمونږ ګاونډي هېوادونه په تېره بیا نږدې ګاونډ‌یان چې استازي یې دلته حضور لري له مونږ سره مرسته وکړي ترڅو دغه انتخابات په عادلانه ډول او په سوله ییزه فضا کې ترسره کړو ، ترڅو زمونږ اساسي قانون تطبیق شي او د اساسي قانون له مخې د ډموکراسۍ د تطبیق لپاره زمونږ د خلکو حق تامین شي.  
میرمنو او ښاغلو ،
له تاسوټولو څخه مننه!

 

په دغه لیدنه کې د خبرو اترو برخه ] [ جمهور رییس کرزي د  شانگهای سازمان د سکرتر جنرال له خبرو وروسته وویل] جمهور رییس کرزی:
زما په  نظر ترټولو مهمه پوښتنه زمونږ په فکر کې په ځانګړي توګه د ۲۰۱۴ میلادي کال نه وروسته د افغانستان د راتلونکې په اړه ده او همداراز  له دغه کال نه وروسته په افغانستان کې د امریکا د حضور د اغیزې په اړه مطرح کیږي. که مونږ له امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل ، دا کار نه یوازې پر افغانستان او د دغه هېواد په ګاونډیو هېوادونو، بلکې په ټوله سیمه باندې اغیزه لري.  دوه مسلې ډیرې څرګندې دي:
0- یوه دا چې په تېرو لسو کلونو کې د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو په څرګند یا ضمني تایید سره، د ترورېزم پرخلاف د امریکا، د هغې د اروپايي متحدانو او د ناټو سازمان جګړې، طالبان په افغانستان کې له واکه را وپرځول او همداراز د القاعده سازمان او نورو ترهګرو ډلو موثریت یې راکم کړ او دوهم مثبت اغیز دا و چې افغانستان د اقتصاد، پوهنې، روغتیا او د ژوندانه په نورو برخو کې پرمختګونه ترلاسه کړل. خو د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې پوځي عملیاتو او په پاکستان کې د بې پیلوټو الوتکو بریدونو افراطیت او ترورېزم کم نکړ برعکس افراطیت د پراختیا په حال کې دی او دا هغه مسله ده چې مونږ په وار وار له اروپايي مشرانو او امریکایي رهبرانو سره مطرح کړې ده. دا داسې یوه  پوښتنه ده چې مونږ یې باید په یاد ولرو او ورته ځواب پیدا کړو ، ښایي په نننۍ غونډه کې ځینې ګډونوال پر دغې ستونزې باندې خبرې وکړي.  ترکومه ځایه چې په افغانستان پورې اړه لري، زمونږ هدف څرګند او روښانه دی:
0- مونږ د ترورېزم او افراطیت پر خلاف د څرګندې او نتیجه لرونکې جګړې غوښتونکي یو او له خپلو لېرې او نږدې ګاونډیو څخه غواړو ترڅو د سیمې د ټولو هېوادونو په نفع، زمونږ له دې هدف څخه ملاتړ وکړي. همدارنګه زمونږ ګاونډیان او د سیمې نور هېوادونه په مجموع کې باید دغه مسله له غربي قدرتونو سره د سیمې د یو مهم منفعت په توګه مطرح کړي او ټینګار وکړي چې د ترورېزم او افراطیت پرخلاف جګړه باید اغیزمنه او نتیجه لرونکې وي او په سیمه کې د سولې او ثبات لامل شي. یا لږ تر لږه د افراطیت کچه راټیټه کړي او په ځانګړې توګه زمونږ ځوانان باید له هغو افراطي تمایلاتو  څخه وژغورل شي چې په تېرو څو کلونو کې په سیمه کې د خپریدا په حال کې دي.
0- دوهمه مسله د سوداګریزو او کلتوري اړیکو په اړه ده، په تېره پېړۍ او په یویشتمه پېړۍ کې افغانستان هېڅکله هم د تېرو دولسو کلونو په څېر له خپلو ګاونډیو او نورو هېوادونو سره په پراخه کچه همکاري نه درلودله.  له پاکستان سره زمونږ سوداګري د ۲۰۰۱ میلادي کال له ۲۵ میلیونو ډالرو څخه څه د پاسه یو میلیارد ډالرو ته پورته شوې ده.  له ایران سره زمونږ سوداګرۍ هم له یو میلیارد ډالرو اوښتې ده.  له چین، هند، روسیې، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره زمونږ سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي. په دغه برخه کې ستره پراختیا او وده لیدل کیږي.
له سیاسي او کلتوري پلوه، د افغانستان ډیپلوماتیکې همکارۍ له نورو هېوادونو سره د بل هروخت په پرتله خورا پیاوړې شوي. دا د رضایت وړ خبره ده. خو د هغې ستونزې په اړه چې مونږ ټول، د افغانستان خلک او په یقین سره ستاسې ولسونه په انفرادي ډول په اړه یې  اندېښنه لري هغه د افراطیت او ترورېزم ګواښ او زمونږ د ځوانانو د افراطي کیدلو  مسله ده.
دا داسې یوه ستونزه ده چې مونږ باید خپل پام پرې متمرکز کړو او ورته د حل لاره پیدا کړو. زه په دې باور یم چې کله چې مو د افراطیت او ترورېزم ستونزه ته رسیده ګي وکړه، بیا د مخدره توکو او فراملي جرمونو ستونزو ته د حل لارې هم پیدا کیږي.
[د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس د ترکیې هېواد د سفیر د خبرو په دوام وویل]

جمهور رییس کرزی:
قدرمنه وروره، له تاسو نه ډیره زیاته مننه. ترکیه د شانګهای سازمان د شورا د ډیالوګ همکار دی خو پر دې سربېره ، ترکیه له پېړیو راهیسې د افغانستان ترټولو غوره ملګری او ورور هېواد پاتې شوی دی.په لیکل شوي تاریخ کې، د افغانستان او ترکیې ترمنځ دوستي لږ تر لږه  دوه سوه پنځوس کاله پخوا وخت پورې اړه لري په داسې حال کې چې زمونږ د هېوادونو ترمنځ د ملګرتیا دوهم ثبت شوی تاریخ د شلمې پېړۍ په لومړیو لسیزو پورې تړاو لري چې د ترکیې رهبر ارواښاد کمال اتاترک او اعلیحضرات امان الله خان ترمنځ  دوستي ښکاره کوي چې ټولې نړۍ ته معلومه ده. د شانګهای سازمان د چوکاټ نه بهر، ترکیه د افغانستان د امنیت او ملاتړ په برخه کې په ټوله سیمه کې غوره ونډه اخیستونکی هېواد دی. نه پوهیږم، شاید په دې غونډه کې ګڼ شمېر حاضر ګډون وال د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو پر ژوروالي او پیاوړیتوب پوه وي یا هم نه. له تاسې څخه مننه کوم چې د دواړو هېوادونو اړیکو ته مو اشاره وکړه .  همداراز کله چې د ترورېزم او افراطیت د ګواښونو په اړه خبرې کوو، هغه مسله چې تاسومخکې مطرح کړه زما پام یې یوې بلې مهمې ستونزې ته را واړوه چې په ټولو هغو هېوادونو پورې اړه لري چې په نننۍ ناسته کې د دوی استازي ګډون لري. یاده ستونزه  زمونږ په سیمه کې د ولسونو ترمنځ د قومي او فرقوي تفرقې  رامنځ ته کول او خپرول دي، داسې ستونزه چې مونږ ټول باید د یادې ستونزې پرخلاف په مبارزې کې متحد اوسو. نوځکه د بې ثباتۍ په دغه روایت کې افراطیت او ترورېزم دوه ښکاره پدیدې دي چې له دغې مسلې سره تړاو او ارتباط لري او په رښتیا سره داسې پېښې واقع کیږي یا هم داسې هڅې کیږي ترڅو زمونږ سیمه د فرقوي او قومي تفرقې له لارې کمزورې کړي او دا هغه ستونزه ده چې مونږ ټول یې باید پر وړاندې مبارزه وکړو. مونږ ټول له چین نه نیولې بیا تر روسیې، هند، پاکستان، افغانستان او زمونږ دګاونډیانو او د سیمې د نورو هېوادونو پورې باید د یادې ستونزې پر وړاندې مبارزه وکړو. یاده ستونزه زمونږ لپاره یوه بله مهمه مسله ده.

[ حامد کرزي د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر د خبرو په تړاو داسې څرګندونې درلودلې] جمهور رییس کرزی:
ښاغلی صفري له تاسو څخه مننه کوم!
زه دا تاییدوم چې مونږ پخواني دوستان یو او زما لپاره دا د خوښې ځای دی چې له تاسو سره د چین په بجینګ ښار کې وینم،  د ایران اسلامي جمهوریت لخوا په چین کې د سفیر په توګه ستاسو ګمارل په ایران کې ستاسو د اهمیت ښکاروندوی دی. نو یادې غونډې ته ښه راغلاست.  د ایران او افغانستان په اړیکو کې په ځانګړي توګه د تېرو دولسو کلونو په ترڅ کې یو خورا مهم عنصر شته چې تاسې ټول باید پرې پوه شیء، له هغو ستونزو سره سره چې ایران له امریکا او غرب سره او په افغانستان کې د دوی د شتون په اړه درلودلې، د افغانستان له خاص وضعیت څخه په سم درک او تحلیل سره، د افغانستان په نفع یې خپل سیاسي دريځ غوره کړ چې له امله یې د افغانستان خلک ترینه منندوی دي او زمونږ لپاره په افغانستان کې د امریکا د حضور او د هغو اختلافونو مدیریت ؤ چې امریکا له ایران سره درلودل. له نیکمرغه، ایران زمونږ خاص وضعیت او  اړتیاوې  درک کړې او له هغه سره سم یې عمل وکړ او مونږ باید د ایران دغه لورینه هېره نه کړو.
مننه!

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته