ورزش

دسرخ پوشانو ټيم دهرات سياليو وروستي پړاو ته لاره وموندله .

کابل باختردسلواغې  درې ويشتمه :
دسرخ پوشانو دفوټبال ټيم دشپاړلس کلنو ځوانانو دفوټبال سياليو وروستۍ پړاو ته لاره وموندله .
دهرات دفوټبال فدراسيون  تخنيکي مسوول  نجيب الله نوروزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دشپاړلس کلنو ځوانانو دفوټبال دنيمايي وروستي  پړاوسيالۍ پرون مازيګر  دسرخ پوشانو او پيام اسيا دټيمونو په لوبو سره دوام وکړ چې لوبه ددريو په وړاندې په څلورو سره دسرخ پوشانوټيم په ګټه پاى ته ورسيده
ديوبل خبر له مخې دنجونو دفوټسال  سيالۍ نن په هرات کې په دوو لوبو سره دوام مومي .
دنوروزي  دڅرګندونوله مخې په دغو سياليو کې دسرخ پوشان الف  ټيم دميوندالف  له ټيم سره او دسرخ پوشان بي ټيم دميوند بي له ټيم سره لوبه کوي
  دنجونو دفوټسال  سيالۍ دنهو ټيمونو په ګډون په هرات کې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته