امنیت

دطالبانو له خوا د کندز د روشني راډيود دستګاه ويجاړول.

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٦  :
وسله والو طالبانو په کندز ښار کې د روشني راډيو په بريد سره ددغې رسنۍ ټول وسايل او دخپرولو دستګاه ويجاړ ه کړه.
يرغلګر و په کندز ښار د خپلې دوه ورځني واکمني په بهير کې په دغې سيمه ييزې رسنۍ بريد وکړ.
ددغې سيمه ييزې راډيو له حالت څخه خپاره شوي فلمونه ښيي چې يرغلګر و طالبانو د روشني راډيو د خپرولو دستګاه دفتري لوازم او ټلويزيون په تبر سره له منځه وړي دي.
دکوماندو ځواکونو يو وياند احمد جاويد سليم باختر آژانس ته وويل چې اوس هغه ساحه چې دروشني راډيو پکې موقعيت  لري . دپوځيانو تر کنټرول لاندى  ده
او طالبان له ساحې څخه شړل شوي دي .
ده وويل : طالبانو د روشني د خصوصي راډيو ټول لوازم او دخپرولو دستګاوې ويجاړ کړي دي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته