کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٠
پنځه پرمختيايي پروژې پرون په فارياب ولايت کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې. دباختر آژانس دخبرله مخې: په دغو پروژوکې د دريو سړکونو ترميمول او کريړ اچول، د عدالت دڅلى جوړول، د ښار او د اندخوى ولسوالۍ د اووه کيلومترو سړکونو قير کول شامل دي چې د کليو د بياجوړولو او پراختيا، د فوايد عامې او د اطلاعاتو او فرهنګ د رياستونو له بودجې څخه د اتيا مليونو افغانيو په لګښت بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .
ددغو پروژو د پرانستلو په غونډه کې دفارياب والي ډاکتر محمد الله بتاش ، د امنيه قوماندان، دملي امنيت رييس، د اندخوى ولسوال او د دولتي ادارو رييسانو ګډون کړى و .
0 د یوې دقیقې څخه لږ