امنیت

درې تنه دوژنې په تور په بند محکوم شول

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١٤ :
درې تنه  قاتلان  نن  دبغلان ولايت داستيناف محکمې درياست له خوا په يوه علني قضايي محاکمه کې په  تنفذي بند محکوم شول .
د  بغلان    ولايت داستيناف   محکمې   د رياست  د جزايي ديوان  رييس  مولوي عبدالظاهر عثماني باختر آژانس ته وويل : د محاکمې په پيل کې موظف څارنوال   دلګول شويو تورونو د سندونو  او مدارکو په پام کې   نيولوسره   په  تورنو  کسانو
لګول شوې تورونه ولوستل   او وروسته   تورنو  کسانو  له   خپلو مدافعو  وکيلانو
سره  دلګول شويو تورنو په  دفع کولو لاس پورې  کړ  .
په   پاى کې قضايي   هيت   د موظف   څارنوال  له خوا  د  لګول شويو تورونو  او   دمدافع وکيلانو  ددفاعې له اوريدو وروسته مياګل او دادمحمد چې دعبدالجميل  د وژنې  تور پرې لګول شوي وو ، او ګل الرحمن دشفيق الله د وژنې په تور هر يو په دولس کاله  تنفذي بند محکوم  کړ .
ده  زياته  کړه    د محکمې  حکم    وروستي نه   دى او د  تورنو کسانو د   استيناف غوښتنې حق محفوظ دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته