سیاست

جمهورريیس غني د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په درناوي د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده

-کابل / دزمري ٢٨مه /باختر:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن سهار د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په درناوي ملي دفاع وزارت کې د استقلال څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
دجمهوررييس وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس غني چې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د وسله وال پوځ لوی درستیز سترجنرال یاسین ضیا یې ملتیا کوله او د بانډو ټیم ملي سرود غږاوه، د هیواد د خپلواکۍ د معرکې د اتلانو، شهیدانو او غازیانو په ځانګړي ډول د خپلواکۍ د ګټوونکي اعلیحضرت غازي امان‌الله خان په درناوي د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده. 
په دغو مراسمو کې د جمهورريیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، د ملي مصالحې عالي شورا ريیس  ډاکټر عبدالله عبدالله، قاضي القضات او د سترې محکمې ريیس، د ملي امنیت سلاکار، د مشرانو جرګې ريیس،  د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست سلاکارانو، د وسله‌ وال پوځ یو شمېر جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د دوستو هیوادونو ځینو سفیرانو او استازو حضور درلود.# پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته