کابلباختردچنګاښ ١٧ مــــــــه
اووه تنه ملکي وګړي دطالبانو له خوا د ايښودل شوى ماين د چاودنې له ا مله په ارزګان ولايت کې ووژل شول.
دغه پيښه نن سهار د چوري ولسوالۍ دانځورګى په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د ملکى وګړو دسپرلۍ موټر په يو ماين و خوت .
د ارزګان ولايت د پوليسو ويندوى فريد عايل باخترا ژانس سره په اړيکه کې دغه چاود نه تا ئيد کړه او وي ويل چې ددغې پيښې له امله اووه تنه ملکى و ګړي وژل شوي دي .
ده وسله وال طالبان ددغه ماين ايښودنې مسوول وبلل، ويل کيږي چې قربانيان ددوو کور نيو غړي و .
په يوبل خبرکې ويل شوى دى چې د چوري ولسوالۍ په مر بو طاتو کې دماين د چاودنې له ا مله دپوليسو پنځه تنه سرتيري ټپيان شول.
دغه پيښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه چې دپو ليسو دسپرلۍ موټر د وسله والو طالبانو له خوا په ايښودل شوى ماين وخوت.
د ارز ګان د والى ويندوى عبد الله همت له باختر ا ژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه تائيد کړه .
په همدې حال کې د ترينکوټ ښار په رو غتون کې ډا کترا نو ددوو تنو ټپيانو روغتيا يي حالت خرا ب بللى دى.