کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩ :
يوه اندازه ډول ډول وسلې او مهمات په جوزجان و لايت کې راټول اوپرون دداياګ پروګرام ته وسپارل شول.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني باخترآژانس ته وويل : په دغو وسلو او مهماتو کې اوولس ډول ډول تومانچې ، شپږ کلاشينکوفونه ، پنځه چره يې ټوپکونه ، پنځه يوولس ډزي ، درې پپشي ، يوه سپکه ماشنيګڼه ، يو توغندى ويشتونکى او يوه زياته اندازه مهمات شته چې د جوزجان ولايت له مربوطاتو څخه راټول کړاى شوي دي.
خبرځاى زياته کړه دغه وسلې او مهمات په دغه
ولايت کې دداياک پروګرام ته وسپارل شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ