امنیت

په سرپل کې دطالبانويو سيمه ييز قوماندان له خپلو څلوروتنو افرادو سره ووژل شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان له خپلو څلوروتنو افرادو سره په سرپل ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره د جګړې په بهيرکې ووژل شو.
دغه جګړه نن سهار د کوهستاناتو ولسوالۍ بازارته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې امنيتي ځواکونو په وسله والو طالبانو بريد وکړ.
د سرپل ولايت يوه امنيتي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان له خپلو څلور تنو افرادو سره ووژل شو او شپږ تنه نور جګړه ماران ټپيان شول.
ويل کيږي په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته