فرهنګ

د پهلوان د خانقا د جوړيدو دوه سوه اوه څلويښتمه کاليزه ن ن په کا بل کې ونمانځل شوه .

کابلباختر د اسد٣١
د پهلوان د خانقا د جوړيدو  دوه سوه اوه څلويښتمه کاليزه ن ن په کا بل کې ونمانځل شوه  .
د باخترآژانس دخبر له مخي :  په هغو مراسمو کې چې له همدې ا مله  د کابل ښار دعاشقانو اوعارفانو د تاريخي کوڅې د پهلوان په خانقا کې پرځاى  شول يو زيات شمير کابل ښاريانو او د قادريه  طريقت پيروانو ګډون کړى وو  .
د کابل د خلکو دسراسري شورا د دارالانشا رييس محمد ظاهرحسن ، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکترسيد مخدوم  رهين پيغام  د مراسمو برخه  والو او دقادريه طريقت پيروانو ته ورساوه .
محمدظاهر حسن د خبرو په  ترڅ کي وويل :  خانقا دعبادت او حق ته د رسيدو ځاى دى  چې پيروان په  دغه شان ځاى کې  په حاضريدو سره دخپل ضمير رڼايي زياتوي.
ده کابل دخانقاوو د جوړولو او ودې  لپاره مناسب ځاى  وباله او دغه  لرغوني ښار له زياتي مودې  را په دې خوا د دغه شان اماکنو د جوړولو او ودې ډګر و چې دضمير خاوندانو  وکولاى شول پکې ځان ومومي .
په دې غونډه کې د کابل د خلکو دسراسري  شورا دعالمانو رييس حاجى محمد احسان صيقل د پهلوان  د خانقا په باب معلومات  ورکړل او ويې  ويل ،  له  هغه وخت څخه چې  پايتخت د تيمورشاه له خوا له قندهارڅخه کابل ته وليږدول  شو شيرمحمد چې د درباريو متصوف اوجيد عالم و له قندهار څخه کا بل ته راغى او له تحقيق او څيړنې وروسته يې دپهلوان د خانقا په نا مه ددغې خانقا دبنسټ ډبره يې کيښوده او له هماغه وخت څخه له تصوف او طريقت سره يوځاى  شو او له دربار سره يې خپلې اړيکې وشلولې او له هماغه وخت څخه تر اوسه پورې دتصوف خاوندان دجمعې په  ورځو کې په دغه ځاى کې د خداى  ذکر کوي .
د همراز کابلي د څرګندونو له مخې  د کابل ښار له پخوا  زمانو څخه د چشتيه شريف ، سروريه شريف ، نقشبنديه شريف اوقادريه شريف دڅلورو اسلامي طريقو عبادت ګاه وې لرلي  .
وروسته صوفي ميراحمد پهلوان چې دخپل عمر زياته  برخه يې دشپې له خوا د خواجه صفا په غره کې تيروله  دکابل دخلکو په مرسته د پهلوان صاحب د خانقا   دبنسټ  ډبره يې کيښودله  هغه  خانقا چې په  عاشقانو او عارفانو کې موقعيت
لري  او کرار کرار د مسلمانو ورونو انسجام ته وقف شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته