ورزش

دفرانسې ملي ټيم پر رومانيا بريالى شو.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
په فرانسه کې بيلابيلو مرکزونو دشرکت دکارګرانو له اعتراضونو سره سره په پاى کې د اروپا دملتونو دجام لومړى لوبه د پاريس په ښارکې پيل شوه .
فرانسه به تريوې بلې مياشتې پورې ددغو سياليو کوربه وي.
باختر آژانس خبر راکړ : ددغه جام دسياليو په لومړى لوبه کې تيره شپه دفرانسې دفوټبال ملي ټيم د رومانيا دملي ټيم کوربه و او دغه لوبه ديوې په وړاندې په دوو سره دفرانسې دملي ټيم په ګټه پاى ته ورسيده .
دفرانسې دملي ټيم لوبغاړى ژيرو چې د ارکسان په لوبغالې کې لوبه کوله ددغو سياليو لومړى ګول سيال ټيم ته ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته