جلال آباد باختر د تلې لسمه :
اووه تنه وسله وال پاکستاني طالبان په ننګرهار ولايت کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول
په دغو وسله والو طالبانو پرون ناوخته د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په لعل پورې ولسوالۍ کې بريد وشو .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې اووه تنه پاکستاني طالبان وژل شول .
ويل کيږي؛ په دې جګړه کې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ