کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٢ :
نهه تنه وسله وال طالبان دهرات ولايت په اوبې ولسوالۍ کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه هغه وخت ونښته چې دوسله والوطالبانو په ډلې پورې اړوند په لسګونو تنه افرادو د اوبې ولسوالۍ په مرکز د ډله ييز بريد نيت درلود، خو د پوليسو په غبرګون سره دغه بريد په شا وتمبول شو او شنډکړاى شو.
د هرات ولايت د اوبې ولسوالۍ امنيه قوماندان شيرآقا الکوزي دباختراژانس خبريال ته وويل: پوليسو د طالبانو په تحرکاتو له خبريدو سره جوخت د دولت د مخالفينو د راټوليدو په سيمې بريد وکړ چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول.
د هرات پوليس وايي چې دغه پيښه د تيرې شپې په يوه بجه او ديرشو دقيقو رامنځته شوه او له امله يې د پوليسو سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى.
د هرات ولايت په اوبې ولسوالۍ د طالبانو ډله ييز بريد په داسې حال کې شنډ کړاى شو چې دوه شپې مخکې هم ٢٠٠ تنو وسله والو طالبانو چې رهبري يې په شينډنډ ولسوالۍ کې د دولت د مخالفو قوماندانانوله خوا ترسره کيده ، څلور ځلې د هرات ولايت د فرسي ولسوالۍ په مرکز بريدونه وکړل .
د فرسي ولسوالۍ نښتو تر پرونه پورې هم دوام درلود.
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي وايي چې په دې نښته کې١٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٠ تنه نور يې ټپيان شول.
د لرې پرتو ولسواليو په مرکزونو د وسله والو طالبانوپه ډله ييزو بريدونوکې د هغوى پرله پسې ماتې د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا او تياري څرګندوى دي.
0 1 دقیقه لوستل