فرهنګ

عطامحمد نور دژورناليستانوله صندوق سره دپنځو زرو ډالرو مرسته وکړه

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١١ :
دبلخ ولايت سرپرست عطامحمد نور دافغانستان دژورناليستانو دمالي ملاتړ له
صندوق سره  دپنځو زرو امريکايي ډالرو مرسته وکړه.
دباخترآ ژانس دخبرله مخې :  دافغانستان د ژورناليستانو دمالي ملاتړ دصندوق رييس محمداصف وردګ په هغې کتنه کې چې دبلخ ولايت له سرپرست سره يې وکړه    عطامحمد نور ته دصندوق دکاري طرزالعمل په باب توضيحات ورکړل او ويې ويل  : چې ددغه صندوق دجوړولو هدف په بيړنيو  حالاتو کې له ژورناليستانو سره مرسته ده او دصندوق لګښت  دژورناليستانو له حق  العضويت  اودملي سوداګرو له اعانې  څخه برابريږي .
دبلخ ولايت سرپرست ژمنه وکړه چې  پنځه زره ډالره دصندوق حساب ته ليږدوى.
دصندوق دجوړولو په ورځ  دجمهوري رياست دلومړي مرستيال  استازي  له دغه صندوق سره  دلسو زرو  امريکايي ډالرو مرستې  ژمنه وکړه. او يوتن ملي سوداګرنورالله داودزي له دغه صندوق سره ددرې سوه زرو افغانيو مرسته وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته