ټولنه

په سالنګونوکې د واورې اورښت دوام لري

کابل باختردلړم دمياشتې  څوارلسمه :
په سالنګونوکې د واورې اورښت چې له پرون ماښام څخه پيل شوې دي؛ دوام لري .
د سالنګونو د ساتنې او څآرنې رييس جنرال رجب ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: په جنوبي سالنګ کې د ځمکې پرمخ د واورې اندازه څلويښت سانتي او په شمالي سالنګ کې ديرش سانتي متره اټکل شوې ده .
ده وويل: اوس هم د واورې اورښت دوام لري. ده يوځل بيا د وسايطو له هغوچلوونکوڅخه چې له سالنګونوڅخه تيريږي وغوښتل چې خپل وسايط په ژمنيو وسايلو سمبال کړي .
د کومې ستونزې د رامنځته کيدو په وخت کې هغو پنځه ويشتوسيمو ته چې ددغه رياست موظفين شتون لري؛ مراجعه وکړي .
ده دغه راز  وويل: د مسافرينو د ژغورنې لپاره ديارلس سيمې شته اوسالنګونه د شپې له خوا دبيا رغاونې دکار په خاطر تړلي وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته