امنیت

په هلمند کې دتيري مياشتې په پيښو کې اتياوسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل باختردثور دمياشتي دريمه :

دهلمندولايت امنيتي چارواکي وايي  دروان کال دوري په مياشت کې په دغه ولايت کې په جګړو کې اتيا تنه وسله وال طالبان، اته ويشت تنه پوليس اوڅلويښت تنه ملکي وګړي وژ ل شوي دي .

دغه ټکۍ دهلمندولايت امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي  الهام پرون په لښکرګاه ښارکې په يوه خبري غونډه کې څرګند کړ او زياته يې کړه  په تيره يوه مياشت کې دپوليسو اوګډو ځواکونو له خوا دکمين  نيولو په ديارلسو عملياتو کې  اتيا تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي ، درې تنه ټپيان شوي اوشپږ ديرش تنه ژوندي نيول شوي دي .ده زياته کړه ،په تيره مياشت کې په دغه ولايت کې ددښمنانو له خوا درې ځانمرګي بريدونه ، يو ديرش وسله وال بريدونه او دماين څلويښت چاودنې شوي دي اوله امله يې ٢٨ تنه پوليس وژل شوي او ٤٣ تنه ټيپان شوي دي  .

الهام زياته کړه: دوسله والو طالبانو دبريدونو او چاودنو له امله څلويِښت تنه ملکي وګړي  وژل شوي اويوسلو شل تنه نورټپيان شوي دي.

ده څرگنده کړه يوسلو ديرش ماينونه کشف شوي  ، پنځه پنځوس ميله درنده اوسپکه وسله  ، اووه ويشت  لاسي بمونه ، پنځه مخابري  اوشپږسوه شل کيلوګرامه اپين هم ترلاسه شوي دي .

ده وويل دغه راز د وري  په مياشتې کې  په زيات شمير سيمو کې کرل شوي کوکنار اړول شوي  او دغه راز همدا اوس هم په دغه ولايت کې  دکرل شويو کوکنارو داړولو کار دوام لري .

ده په ډاګه کړه ،دلاښه امنيت دتامينولو اودکرل شويو کوکنارو داړولو پرخلاف دخنډونو دلري کولو په مقصد يې دمارجي اونادعلي ولسواليو په يوشمير سيمو کې تصفيوي عمليات هم پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته