قاهره – نيوزنو- – باختر دليندۍ دمياشتې ١٩
په بنزينو باريو موټر پرون دمصر په شمال کې له يوه بس موټر سره له ټکر وروسته اور واخيست او څه ناڅه ديارلس تنه پکې ووژل شول .
دفرانسې خبري آژانس دمصر دامنيتي مقاماتو له خولې خبر راکړ چې په دې پيښه کې د بس موټر څو تنه سپرلۍ هم ټپيانې شوي دي .
دغه پيښه دسکندريې ښار په جنوب د مديترانې دسمندرګي په ساحل کې رامنځته شوه .
مصريان له زياتې مودې راپه دې خوا چې مقاماتو ونه کړاى شول د واټونو او داوسپنې دپټليو کمزورې ساتنې ته په پاملرنې سره ترانسپورتي ستونزې حل کړي ، سر ټکوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ