سیاست

دبهرنيو چارو وزارت ويندوى: دافغانستان دولت ته له دې وروسته خبرې کافي نه دي. افغا نستان دپاکستان له لورى د عملي اقداماتو هيله لري.

کابلباختر دثور٩
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې دناټو دغړو هيوادونو د بهرنيو چارو دوزيرانو په غونډه اود اسيادزړه د هيوادونود بهرنيو چارو دوزيرا نو په دريم کنفرانس کې دبهرنيو چارو دوزيرډاکتر زلمي رسول د ګډون په باره کې خبريالانو ته معلو مات ورکړل.
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې : دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي په بروکسل کې دناټو دغړو هيوادونوبهرنيوچارو دوزيرانوپه غونډه کې دډا کتر زلمي رسول دګډون په باره کې وويل :دبهرنيو چارو وزير په دې غونډه کې دافغانستان د اسلامي جمهوريت دريځ په ډاګه بيان کړاو طرحه يې کړه چې افغانستان له ٢٠١٤ کال وروسته په دغه هيواد کې د ناټو دسازمان دامنيتي شتون دواحد ديو موافقه ليک دلاسليک کولو په ګډون دناټو له سازمان سره د امنيتي اړيکو دپياوړتيا ،پراختيا او ژورتيا علاقمند او ملاتړى دى په دې شرط چې په دې ماموريت کې ټول برخه وال هيوادونه له ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان دلوري مخکې له مخکې موافقه ترلاسه کړي چې د افغانستان ددولت په باور دغه شرايط د افغانستان ملي واکمنۍ او خپلوا کۍ ته ددرناوى له اصل سره بشپړه همغږي لري .
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى ديوې پو ښتنې په ځواب کې وويل، په هغه موافقه ليک کې چې ټاکل شوې ده له ناټو سره لاسليک کړي د ناټو دپوځي ماموريت موضوع طرحه نه ده خودناټو ماموريت له ٢٠١٤ کال وروسته د افغا نستان د امنيتي ځوا کونو په روزنې اوسمبالولو پورې محدود دى.
دده دڅرګند ونو له مخې، هيوادونه په انفرادي ډول په افغانستان کې دپوځي شتون د دوام غوښتنه کوي، بايد دافغانستان له دولت سره په موافقه کې يو جلا سند لاسليک کړي .
دده دڅرګندونو له مخې :ددغې غونډې ترڅنګ د افغا نستان اود کرواسيادبهرنيو چارو وزيرانو يو تفاهم ليک لاسليک کړ چې دهغه له مخې کرواسيا دپنځه سوه زرو امريکا يي ډالرو په لګښت په بلخ کې دقابله ګي يو مرکز جوړه وي .
موسي زي داسيادزړه دهيوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو دکنفرانس په باب وويل، د اسيادزړه دهيوادونو د بهرنيو چارو دوزيرانو دريم کنفرانس دسيمې دهيوادونو او سازمانونو اودغه راز دهغوهيوادونو اونړيوالو سازمانونو دڅه دپاسه پنځوسو هيئتونو په ګډون چې داستانبول د بهير ملا تړي دي ،په الما تا کې جوړ شو . په دې غونډه کې دباور پيدا کولو دشپږو تدبيرونو تطبيقي پلانونه چې پخوا برا بر شوي و ، تصويب شول.
په همدې ترتيب په همدې غونډه کې د استانبول د بهيرجګپوړو کارکوونکو ته دنده وسپارل شوه چې په نږدې راتلونکي کې دتصويب شويو تدبيرونو دتطبيق زمينه برا بره کړي .
دده  دڅرګند ونو له مخې وپتيل شوه چې داسيا د زړه د هيوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو څلورم کنفرانس دې دچين د حکومت په غوښتنه په دغه هيواد کې جوړ شي .
موسي زي وويل  چې دافغانستان د بهرنيو چارو وزيرددغه کنفرانس ترڅنګ دقزاقستان له جمهور رئيس او ددغه هيواد د بهرنيو چارو له وزير اود تاجکستان ، هند اود قرغزستان د بهرنيو چارو له وزيرانو سره وکتل اود بيلا بيلو مسئلو په باب يې ور سره خبرې و کړې.
د هيواد د بهرنيوچارو وزير دغه راز دسعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سره وکتل او ددوه اړخيزو همکاريو موافقه ليک يې لاسليک کړى دى.
په دې موافقه ليک کې په اقتصادي ،پانګې اچونې ، فرهنګي اوورزشي برخو کې همکاري شامله ده .
دغه راز ده په دې خبري کنفرانس کې د افغانستان ، پا کستان اود ا مريکا له درې اړخيزې ناستې سره اړيکې ونيولې او وي ويل : د افغا نستان ددولت لپاره له دې وروسته خبرې کافې نه دي بلکې د افغا نستان دولت دپاکستان له لوري دعملي اقداماتو هيله لري .
ده وويل، له پا کستان څخه د افغانستان ددولت غوښتنې روښانه دي ،دسولې له بهير سره ملا تړ ، له تروريزم سره دملاتړ پاى ته رسول، په بشپړه توګه د ترانزيتي موافقه ليک تطبيق ،دافغانستان د مهاجرينو دستونزو اوارول ،دګوشتې دسرحدي دروازې لري کول  دديورند له کرښو څخه ددغه هيواد دپوستو له منځه وړل اودرا کټي بريدونو بنددول دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته