امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په هلمندکې ووژل شول

کابل باختر دکب  دولسمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان په هلمندکې د ملي پوليسو او دملي اردو دځواکونو په عملياتوکې ووژل شول .
دهلمند د والي  ويندوى عمر ځواک دباخترآژانس خبريال ته وويل: په دغو عملياتو کې چې دافغان ګډو ځواکونو له خوا دهلمند ولايت دناوې ولسوالۍ د تريخ ناور په ساحه کې ترسره شول؛ پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دغو عملياتوکې دطالبانو په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې: د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان دهلمند ولايت دموسى قلعه په ولسوالۍ کې د شخصي دښمنۍ له امله ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته