ورزش

د تينس ملي ټيم قزاقستان ته ځي

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ١٨
د افغانستان د تينس د ملي ټيم ورزشکاران سبا د تينس په تمريني اردوګاه کې د ګډون په مقصد قزاقستان ته ځي.
د بدني روزنې او سپورت د رياست د اطلاعاتو او د عامه پوهاوي آمر د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه تمريني اردوګاه د تينس د نړيوال فدراسيون له خوا د تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان، ازبکستان، قزاقستان او د افغانستان د تينس د ورزشکارانو په ګډون د قزاقستان په بشکيک ښارکې جوړيږي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې اردوګاه کې له افغانستان څخه دوه تنه نارينه او دوه تنه ښځينه ورزشکاران او يو ښوونکى ګډون کوي.
د يادونې وړ ده چې دغه تمريني اردوګاه د روان کال د جون د مياشتې له نهمې نيټې څخه پيليږي او دوه اوونۍ دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته