ټولنه

دترينکوټ چنارتو لار دترافيکو پرمخ تړلې ده

کابل –باختر د غبرګولي دمياشتې ٢
په ارزګان ولايت کې دسختې نښتې له امله ددغه ولايت له مرکز ترينکوټ څخه تر چنارتو ولسوالۍ پورې مواصلاتي لاره دترافيکو پرمخ تړل شوې ده .
د ارزګان ولايت دچنارتو ولسوال فيض محمد وويل : دغه لاره له پرون څخه تراوسه پورې دترافيکو پرمخ تړل شوې ده .
ده زياته کړه : دغه جګړه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دترينکوټ _چنارتو په لاره کې دپوليسو پر پوستو بريد وکړ .
د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې څوارلس وسله وال طالبان ووژل شول او اته نور ټپيان شول .
سرچينې زياته کړه : دغه نښته تراوسه پورې دوام لري او په بهير کې يې دپوستې دپوليسو دوه سرتيري ټپيان شوي دي .
له بلې خوا د روزګان دوالي وياند دوست محمد ناياب دغه نښته تاييد کړه ، ويې ويل دولايت له مرکز څخه هوسا ځواکونه سيمې ته ورغلې او دوسله والو طالبانو پرخلاف په جګړې بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته