کابلباختر د سنبلي١٦
دميدان وردګو ولايت د بهسودو دلومړۍ برخې د ولسوالۍ دقول خويش يوشمير مشرانو او سپين ږيرو نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دقول خويش مشرانو او سپين ږيرو په دې سا حه کې د روان کال د زمري د مياشتې داتمې نيټې دسختوسيلاوونو راوتلوته په اشارې سره څرګنده کړه چې تراوسه پورې د سيمه ييزو ادارو له خوا له دوي سره کو مه مرسته نده شوې .
د کتنې د برخه والو د څرګندونو له مخې وروستي سيلاوونه دڅه دپاسه دري سوه کورنيو د زيانمن کيدو ، د څه دپاسه پنځه سوه جريبه کرنيزې ځمکې د ويجاړيدو ، دڅه دپاسه يو زرو پنځه سوه نيالګيو د له منځه تللو ، د برقي ژرندې، دساحي د مواصلاتي سړک ، دبريښنا د دوو بندونو اود اوبو د٢٤ بندونو د ويجاړيدو سبب شوي دي .
دوي دغه راز وويل ، چې څه دپاسه اويا څاروي له منځه تللي دي ، دساحې پوخ پل په بشپړه توګه له منځه تللى دى او دغه راز سيلاو دقول خويش دسا حې دسيند تګلورى بدل کړى دى .
دقول خويش مشرانو اوسپين ږيرو د وروستيو سيلاونو له ا مله له زيانمنو شويو کسانو سره د مرستې لپاره د دولت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه .
په دې کتنه کې د جمهور رييس مرستيال او له پيښو سره د مبارزې دملي کميټې د رييس محمدکريم خليلي دقول خويش مشر انو ته د ښه راغلاست په ويلو سره له دې ا مله چې له نږدې په دې سا حه کې د وروستيو سيلاونو د را وتلو له امله د
رامنځته شويو ستونزو او اوښتو تاوانونو په باب معلومات ترلاسه کړي دي ، خوښي څرګنده کړه .
د جمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي د وروستيو سيلاونو دراوتلو له امله
د اوښتو تاوانونو اود ستونزو له اوريدو وروسته دکليو دبيا جوړولو او پراختيا ، فوايدعامې اود کرنې او اوبو لګولو د وزارتونو ، له پيښو سره د مبارزې د ملي ادارې ، دجمهوري رياست د دويم معاونيت د دفتر درياست او دميدان وردګو ولايت د استازو په ګډون يو هيئت موظف کړ چې ډير ژر دې د سا حي د زيانونو
د سروې په برخه کې اقدام و کړي .