نړۍ

دشعيه ګانو دبريد دمخنيوي لپاره دپاکستان په نهه څلويښتو ښارونوکې دموبايل ټيلفونونو دخدمتونو بنديدل

اسلام آباد – باختر دلينډۍ څلورمه:
دشعيه ګانو د ماتم په مراسموکې د فرقوي تاوتريخوالې دمخنيوي لپاره، ددغه هيواد په نهه څلويښتو ښارونوکې د موبايل ټيلفونونو خدمتونه د دوو ورځو لپاره بند شوي دي.
دپاکستاني مقاماتو دڅرګندونو له مخې: په سلو کې څه دپاڅه نوي بمونه د موبايل ټيلفونونو په واسطه چول کيږي .
پرون دپاکستان په جنوب ختيڅ کې اسلام آباد کراچي او کويټې په ځينو برخوکې د موبايل ټيلفونو سرويسونه د لنډ وخت لپاره بندکړى شو او دپاکستان دولت اعلام کړى دى چې نن او سبا به موبايل ټيلفونونو سرويسونه ددغه هيواد په ځينو  نورو سيموکې هم ګډوډ شي.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک پرون خبريالانو ته وويل چې په سلوکې څه دپاڅه نوي ښخ کړى شوي بمونه دموبايل ټيلفون په سيمکارتونو سره چول کيږي.
دپاکستان دکورنيو چارو د وزير دڅرګندونو له مخې: په وروستيو پنځلسو ورځوکې ټول ښخ کړى شوي  بمونه له همدې لارې چول شوي دي او د تېرکال او روان ميلادي کال د ماتم په مراسموکې په بريدونو کې هم له دغو موټر سايکلونو څخه کار اخيستل شوي دي.
دپوليسو په زرګونو تنه ځواکونه دشعيه ګانو د ماتم د مراسمو د امنيت دتامينولو لپاره په واټونوکې ځاى پرځاى شوي دي او له هوا څخه د ماتم لرونکو ډلو دتيرېدو تګلورې به د امنيتى ځواکونو ترڅارنې لاندې دي.
په وروستيو مياشتوکې دسني بنسټپالو له خوا د شعيه ګانو په اقليت بريدونو زور اخستي دي چې تېره اوونۍ په راولپنډۍ ښارکې د ماتم په مراسمو په ډېر خو نړۍ بريد کې درې ويشت تنه ووژل شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته