ټولنه

کونړيان.په ټول هېواد کې دې د برېښنايي پېژند پاڼو وېش پيل شي

اسعد اباد باختر د کب د مياشتې ٢ مه
د کونړ ولايت په زرګونو اوسيدونکو نن د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې وويل چې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش پروسه يوه ملي پروسه ده او هر هغه څوک چې د يادې پروسې په وړاندې خنډونه جوړوي عدلي او قضايي ادارو ته دې وروپېژندل شي.
دوى وايي: د برښنايي پېژنډ پاڼو د ویش لپاره ټول مراحل بشپړ شوي او هیڅ ډول خنډ او ځنډ خلکو ته د منلو وړ نه دى او هر هغه څوک چې مخالفت کوي په حقيقت کې هغوى په هېواد کې سوله او امن نه غواړي.
د فیض محمد خان په نامه يو تن لاريون کوونکي د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې،ولس د برېښنايي پېژند پاڼو د اخيستلو لپاره شیبې شمارې او له جمهور رېېس څخه غواړې چې په دغه ولايت کې هم  د پېژند پاڼو د وېش لړۍ پيل کړي.
په همدې حال کې ديني عالم مولوي ضیا‌ءالرحمن الله یار له جمهور ريېس څخه وغوښتل چې څومره زر کیدای شي په ټول هیواد کې دې د برښنايي پېژند پاڼو د وېش لړۍ پيل شي .
د لاريون په پاى کې لاريون کوونکو ګواښ وکړ که د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش لړۍ وځنډول شي په پراخو لاريونونو به پيل وکړي.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته