کابل/ د سلواغې ٢٧ / باختر
د افغانستان اسلامي امارت وايي چې امريکا بايد د افغانستان شتمنيو په اړه پرخپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي،؛ کنه اسلامي امارت به اړ شي چې د امریکا پر وړاندې پر خپل سياست بیا غور وکړي. دغه څرګندونې يو خبردارى نه؛ بلکې د هېواد ملي ګټو د ساتنې په خاطر يو تبليغ دى.
د باخترآژانس مفسرليکي: د امريکا جمهور رييس پنځه ورځې وړاندې يو فرمان لاسليک کړ چې په دې فرمان کې داسې عنوان ( د افغانستان له خلکو سره ښکلې مرستې او له هغوى څخه ملاتړ) ورکړل شوی چې د افغانستان کنګل شویو شتمنیو څخه ۷ ملیارده آزادې شي، چې نیمایي یې د سپتمبر يوولسمې پېښې پر قربانيانو او د هغوی پر وارثانو ووېشل شي او پاتې نورې یې د حکومت او خلکو له څار لرې پر هغو هدفونو ولګول شي چې امريکا هغه بشردوستانه بللي دي.
د جوبايډن دغه اقدام په افغانستان او بهر کې د امريکايانو په ګډون د زیات شمېر خلکو غبرګونونونه راپارولي دي.
واقعيت دا دى چې امريکا په امانت کې خيانت کړى او د يو بي وزلي هېواد شتمني يې لوټ کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت چې د افغانستان د خلکو اراده تمثيلوي په اعلاميه کې ويلي:
” د امریکا په بانکونو کې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل د ټولو منل شويو نورمونو پرخلاف و او د دې هېواد وروستى تصميم هم غير مسوولانه دى چې د جوبايډن دغه تصميم د افغانستان د ټولو خلکو پرحق تېری دى.”
په اعلاميه کې ويل شوي، چې د سپتمبر يوولسمه پېښه افغانانو پورې اړه نلري او د یادې پېښې د قربانیانو وارثانو ته د غرامت ورکولو په پلمه د افغانستان خلکو د شمتنیو لوټل په ډاګه تېری دی.
په اعلاميه کې ټينګار شوى؛ که چېرې امريکا پر خپل تصميم بیا کتنه ونه کړي، اسلامي امارت به هم اړ شي چې د دغه هېواد پر وړاندې پر خپل سياست بیا غور وکړي.
هغه څه چې د اسلامي امارت په اعلاميه کې ويل شوي يو خبردارى نه؛ بلکې د افغانستان ملي ګټو د ساتنې په لاره کې يو تدبير دى او ښيي چې د افغانستان خلک او د دغه هېواد نوى حکومت د لنډغرۍ او زورواکۍ پر وړاندې مقاومت کوي.
د افغانانو په آند د افغانستان خلکو پر وړاندې د امريکا جنايتونه حد او مرز نه لري، دغه هېواد چې څومره کولاى شي د دې مظلوم ملت پر وړاندې جنايت کوي او وروسته د بشر حقوقو د نقاب ترشا پټېږي؛ خو دغه جنایت چې اوس یې تر سره کړی هېڅکله پټېدای نه شي؛ ځکه د هغو خلکو شتمني يې غلا کړې چې په بد اقتصادي حالت کې دي او د سپينې ماڼۍ د سياستونو قرباني کېږي.
امريکا چې خپله د نړۍ په کچه د بشر حقوقو د ساتنې شعارونه ورکوي او د ملګرو ملتونو سازمان له لارې د نړۍ د نوي نظم پرجوړېدو ټينګار کوي په دې کار سره دوی ثابته کړه چې د بشري حقوقو د دفاع لپاره د دوى شعارونه يو رياکارانه کوښښ دى او د نړۍ د نوي نظم د جوړيدو مفکوره هم يو ګمراه کوونکې خبره ده ؛ ځکه امريکا د نړۍ په تعاملاتو کې مخرب رول لري.
که چېري افغانستان رښتيا هم د سپتمبر د يوولسمې په پېښه کې رول درلود ولې امريکا په دې اړه خپل تحقيقي رپوټ نه خپروي او ولې يې هغه د يو محرم سند په توګه حفظ کړى دى.
د افغانستان خلک له نړيوالې ټولنې او له نړيوالو بنسټونو غواړي چې امريکا اړ کړي چې په دې پېښه کې هغه څه چې د افغانستان د رول ښکارندويي کوي خپاره کړي چې د نړۍ واقع بینه خلک د هغه په اړه قضاوت وکړي او له هغه پرته امريکا بايد پوه شي چې په تېرو دوو لسيزو کې د افغانستان ويجاړولو او په دې هېواد کې د اوسني بحران اصلي مسوول امريکا دى او بايد غرامت ورکړي.
په وروستيو ورځو کې هغه مظاهرې چې په افغانستان او بهر کې شوې دي، ښيي چې د افغانستان خلک او د نړۍ سوله دوست وګړي د بايډن وروستی تصميم له سياسي عقل څخه لرې بلي او د هغه د پايلو خبردارى یې ورکړى دى.
ښه ده چې بايډن او د هغه تر امر لاندې اداره پوه شي، عاقلانه فکر وکړي او د افغانستان خلکو د برحقه غوښتنو درناوى وکړي.
\ ج