سیاست

جمهور رئیس غني د ملګرو ملتود سازمان د پروژوي خدمتونو د ادارې له چارواکو سره وکتل

کابل باختر د ثور ديارلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر د پروژوي خدمتونو د ادارې له چارواکو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس غني د افغانستان په اداره کې د اصلاحاتو پر راوستلو ټینګار وکړ، وې ویل چې د تدارکاتو د کمیسیون ریاست چارې پخپله دی له نیږدې څخه څاري، په قراردادونو کې د فساد د مخنیوي او په چاروکې د شفافیت د رامنځته کولو لپاره په غوڅه توګه اقدامات کوي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې په هېواد کې  اقتصادي وده د ملي وحدت د حکومت له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي او زموږ ډېر تمرکز به پر اقتصادي مسئلو وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته