سیاست

د مالیې وزیر د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو له وزیرې سره وکتل

کابل باختر د لړم د مياشتې  ٨ مه:
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن  د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو له وزیرې نسرین اوریاخیل سره د خپل کار په دفترکې وکتل.
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دواړو لورو د شهیدانو، معلولینو او متقاعدینو پر امتیازاتو او د بایو میتریک سیستم له لارې متقاعدینو ته د معاش د ورکړې په بهير د نظرونو تبادله وکړه.
د کتنې په پای کې پریکړه وشوه چې د دواړو وزارتونو ترمنځ به ډیر ژر یو هوکړه لیک لاسلیک شي چې د دې هوکړه لیک له مخې به د تقاعد په ورکړه کې روڼتیا رامنځته او په دې برخه کې به لا زیات اصلاحات راشي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته