امنیت

د يوې ځوانې نجلۍ مړى وموندل شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
دغور ولايت امنيتي ځواکونو پرون د يوې ځوانې نجلۍ مړى دچغچران دمهاجرينو په ښارګوتي کې د اوبو له يوڅاه څخه موندلى دى .
پوليس وايي: دلومړنيو څيړنو له مخې دغه ځوانه نجلۍ په اوبوکې د ډوبيدو او د سمې ګازو له امله مړه شوې ده.
ددغې نجلۍ پلار وايي چې په سهوي ډول په څاه کې لويدلې ده اوو مړه شوې ده. خو ددغې کورنۍ ګاونډيانو د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ځوانه نجلۍ دکورنۍ له خوايې د دې خوښې پرته له يو سړى سره کوژده شوې وه؛ له همدې امله په ځان وژنه يې لاس پورې کړه.
دغور ولايت دپوليسو يو خبرځاى وايي: ددغې نجلۍ د وژل کيدو د انګيزې په باب تحقيقات پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress