ورزش

لس تنه ورزشکاران وستايل شول

کابل باختر د ثور ١٦:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معينيت لس ځوان ورزشکاران  وستايل .
دغو ورزشکارانو د هغو وياړونو په خاطر چې په بهرکې يې په سياليوکې ترلاسه کړي دي؛ د ځوانانو د چارو د معينيت له خوا ستاين ليکونه ترلاسه کړي دي.
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکترکمال سادات د ستاين ليکونو د ورکولو په وخت کې وويل: د وياړ ځاى دى چې زموږ ځوانانو له بهرنيو سياليوڅخه مډال ترلاسه کړى دى او دا د دوى حق دى چې بايد وستايل شي.
ډاکتر سادات زياته کړه: د ځوانانو د چارو معينيت تل د لوبغاړو ملاتړ کړى دى او کوي يې.
د ځوانانو د چارو معين د دغو ورزشکارانو وياړونه د افغانستان په ټولوخلکو پورې اړوند وبلل. 
رزمي ورزشکار بازمحمد مبارز د ستاين ليک د ترلاسه کولو په وخت کې د ځوانانو د چارو له معينيت څخه مننه وکړه ويې ويل: د ورزشکارانو پيغام سوله او د يو بل منل دي .
ده وويل: ورزشکاران  هڅه کوي چې د ورزش له لارې د افغانستان بيرغ په ټوله نړۍ کې ورپوي.
ده له ورزشکارانوڅخه د ځوانانو د چارو د معينيت د ستاينې له امله مننه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته