ټولنه

داختر په شپو او ورځوکې دچاوديدونکي توکو کارول او هوايي ډزې دخلکو روح ته زيان رسوي .

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
دعامې روغتيا ، کورنيوچارو او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارتونو  نن داختر په شپو او ورځو کې  دچاوديدونکو توکو پلاستيکي ډزو دماشومانو دلوبو د وسايلوو دکارولو او د خوشحالي  د ډزو دبندولو او خطرونو په اړوند  چې دماشومانو او تنکيو ځوانانو له خوا ترسره کيږي  او دخلکو د روحې ارامي دګډوديدو او دماشومانو دټپي کيدو سبب کيږي  نن يوه ګډه  خبري غونډه  جوړه کړه .
دعامې روغتيا  وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو معين  ډاکتر فدا محمد پيکان داختر په  شپو او ورځو کې د چاوديدونکو توکو کارول او دخوشحالي ډزې  چې دخلکو دټپي کيدو او ځوريدنې سبب کيږي  يو خطرناک عمل  وباله او ټينګار يې وکړ چې کورنى دې  خپلو ماشومانو ته  د پټاقي او دپلاستيکي وسلو  دکارولو اجازه نه ورکوي .تر څو  خلک  داختر ورځې په ډاډمنه فضا کې تيرې کړي .
  دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو معين  څرګنده کړه  چې دچاوديدونکو توکو کارول نه يوازې اقتصادي زيان لري بلکې دماشومانو  روغتيا ته هم  زيان رسوي .
لکه څنګه چې تيرکال  کابو درې سوه تنه ماشومان د چاوديدونکو توکو دکارولو له امله زيانمن شوي و چې  زياترو ته يې دسترګې او مخ  په برخه کې  زيان اوښتى و .
  دغه راز دکورنيو چارو وزارت  دوياند ددفتر  سرپرست نجيب  دانش دچاوديدونکي توکو کارول  او هوايي ډزې منع اعلام کړې او ټينګار يې وکړ چې دکورنيو چارو وزارت دپټاقيو او دپلاستيکي تومانچو د پيرودنې او پلورنې دمخنيوي  او دغه راز  داختر په شپو او ورځو کې  د پلاستيکي تومانچو د کارولو او دهوايي ډزو دمخنيوي په  خاطر  لازم تدبيرونه  نيولي دي .
  په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات وويل  چې خلک  ارامي  ته زياته اړتيا لري .  او دچاوديدونکو توکو کارول  او هوايي ډزې  دخلکو په روحيې منفي اغيزې کوي .  کورني  دې خپلو ماشومانو ته سپارښتنه وکړي چې  دچاوديدونکي توکو  او دپلاستيکي  تومانچو  دپيرودنې پرځاى دې  خپلې پيسې دورزشي وسايلو ، قلم او کتابچې په ګډون دګټورو شيانو په پيرودونه  کې  ولګوي .
  دعامې روغتيا وزارت  دهېواد په مرکز او ولايتونوکې  ټولو روغتيايي مرکزونو ته  لارښوونه کړې ده چې داختر په شپو او  ورځو کې دې په روغتيايي خدمتونودخلکو  دلازياتې  لاسرسي په لاره کې لازم تدبيرونه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته