سیاست

د بهرنيو چارو وزير د ناتو دبهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

کابل  باختر  د غبرګولي د مياشتې ١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون په هغې غونډه کې  ګډون وکړ چې  له افغانستان سره دناتو دراتلوونکو همکاريو په باب ددغه سازمان  دبهرنيو چارو دوزيرانو دروان کال دثور دمياشتې  د  ٣٠  او ٣١ نيټو په غونډو کې   جوړه شوه.
د بهرنيو چارو وزارت  د وياند دفتر  باخترآژانس ته خبر ورکړ .
په  دې غونډه کې   له  ٢٠١٦ ميلادي کال وروسته دافغانستان له امنيتي او دفاعي بنسټونو او ځواکونو سره  دهمکارۍ اوسلا مشوره او روزنې لپاره  دناتو په مشرۍ  د غوڅ ملاتړ دماموريت ددوام  د ٢٠٢٠ ميلادي کال تر پاى پورې  دافغانستان له ملي دفاعي او امنيتي ځواکونوسره دناتو دمالي ملاتړ ددوام  چې  په وارسا کې دروان ميلادي کال د جولاى په مياشت کې دناتو دمشرانو په غونډه کې به په رسمي ډول اعلام شي  او له افغانستان سره دناتو داوږدمهالې  عملي همکارۍ اوسياسي مشارکت په باب  خبرې  وشوې .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير په  دې غونډه کې دخپلې وينا په يوه برخه کې  په   پوځي ، سياسي ، اقتصادي ، او ټولنيزو برخو کې دافغانستان دحکومت دوروستيو برياليتوبونو او پرمختکونوپه باب دغونډې برخه والو ته معلومات ورکړل او زياته يې کړه ؛ دلته  دتيرميلادي  کال ددسمبر په مياشت کې  زموږ په پخوانۍ غونډه کې په وارسا کې دروان ميلادي کال  دجولاى په مياشت کې دناتو دمشرانو دغونډې  په درشل کې  ، موږ دافغانستان  له ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو سره  دمالي ملاتړ لپاره زموږدګډې  ژمنې په باب خبرې وکړې او موافقه مو کړې وه  چې په دې لاره کې له نړيوالې ټولنې سره زيات کار ترسره کړو.
نن  زه دافغانستان ددولت او خلکو په استازيتوب   د ٢٠٢٠ ميلادي کال تر پاى پورې دافغانستان له ملي دفاعي او امنيتي ځواکونوسره دخپل مالي ملاتړ لپاره دناتو دغړو او شريکو هېوادونو  دژمنې له امله مننه کوم.
دبهرنيو چارو وزير وويل  ؛  دڅوکلن ملاتړ لپاره دغه  په ډاګه ژمنه ، نه يوازې  دافغانستان خلک  د هغې مهمې همکارۍ په باب چې په راتلوونکو کلونو کې دخپلو پنځلس کلنو برياليتوبونو دساتنې لپاره  ورته اړتيا لري ، ډاډ ورکړي   ، بلکې   دتروريستي ډلو  او دهغو ملاتړو  په وړاندې  دبرياليتوبونو دساتنې لپاره   چې افغانستان يې بې ثباته کړى دى ، نړيواله سوله ګواښوي پکې شامليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته