امنیت

د خواشینۍ پیغام

 کابل باخترد تلې ۲۳ :
د لوګر د والي د شهات له امله د پوهنې د وزیر د خواشینۍ پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم، چې د هیواد دښمنانو د لوی اختر په مبارکه ورځ د هیواد پیاوړی شخصیت، د ولس ستر غمخور او د لوګر والي ښاغلی ارسلا جمال د یوه ناروا او ډارن برید په ترڅ کې په شهادت ورساوه.
د ښاغلي جمال شهادت د ټول افغان ولس ترڅنګ زه هم وځورولم او د زړه له کومې یې خواشینی کړم. دې برید موږ ته یوځل بیا څرګنده کړه، چې زموږ د هیواد د پرمختګ او ترقۍ دښمنان نه زموږ د خوښیو او دیني ورځو پروا کوي او نه هم د مسجد او داسې نورو مقدسو ځایونو.
خدای بښلی ارسلا جمال د افغانستان د پرمختګ او ودانولو د هغه کاروان غړی و، چې په ډېر پاک نیت زموږ د مورنۍ خاورې د ودانولو او پرمخ بېولو نیت لري.
د لوګر والي ددې کاروان د يوه ریښتیني غړي په توګه خپل وروستي او له افتخاره ډک هدف ته چې شهادت دی ورسېد، موږ هم د خپل ګران هیواد افغانستان د ابادۍ، پرمختګ او سولې د ارمانجنو کسانو په توګه له لوی خدایه د همداسې یوه متبرک مقام هیله لرو. شهادت هغه مقام دی، چې خدای پاک یې پر هرچا نه لوروي، یوازې د الله متعهد او سپېڅلي بنده ګان ددې مقام وړتیا لري او یوازې دوی دي چې خدای دا لورینه ورباندې کړې ده.
له لوی خدای ج څخه غواړم، چې د ده شهادت قبول او دښمنان یې د تل لپاره مخ توري کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته