امنیت

د ميلمنو وسلې ټوليږي

کابل – باختر د کب دمياشتې ٢٢
د هغو ميلمنو وسلې چې د نوروز د نمانځنې په خاطر د مزارشريف ښارته راځي؛ ټوليږي.
د بلخ ولايت امنيه قوماندان نن خبريالانو ته وويل: په مزارشريف ښارکې د نوي کال په درشل کې سخت امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي.
هغه ميلمانه چې د نوروز د نمانځنې په خاطر د مزارشريف ښارته راځي؛ وسلې يې ټوليږي.
ده دغه راز د بلخ ولايت له مربوطاتوڅخه د يوې اندازې وسلې او مهماتو د کشفولو خبر ورکړ.
د ملي پوليسو ځواکونو دوه ويشت ميله وسلې له غيرمسوولوکسانوڅخه راټولې کړې او د ډاياک پروګرام ته يې سپارلې دي.
د ده د څرګندونو له مخې: د دغو وسلو په اړوند څه ناڅه شل تنه د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
امنيه قوماندان وايي چې د نوروز جشن او د ګل سرخ د ميلې په درشل کې د مزارشريف په ښارکې سخت امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته