امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان له ١٤ تنو نورو طالبانوسره په هرات کې ووژل شو

کابل باختردوږي دمياشتې  ٨  :
دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان له  څوارلسو تنو نورو طالبانوسره په هرات ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په نوې نښته کې ووژل شو.
دشينډنډ په ولسوالۍ کې دغه  جګړه هغه وخت ونښته  چې داردو يوشمير پوځيانو په يوې ډلې وسله والو طالبانو باندې بريد وکړ.
په هرات ولايت کې  دملي اردو دځواکونو يوه قوماندان  دباخترآژانس خبريال ته وويل  :چې په دې جګړه کې  دوسله والو  طالبانو دډلې له خوا دشينډنډ ولسوالۍ ته  نومول شوى ولسوال له څوارلسو تنو نورو وسله والو کسانو سره  ووژل شو او اووه تنه نور يې ټپيان شول .
په دې  جګړه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
له بلې خوا هم ويل  کيږي چې پوځيانو  ددغې جګړې په پاى کې  دوسله والو طالبانو څوسپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته