ټولنه

نهه تنه په ترافيکې پېښه کې ووژل شول .

کابل /دلړم ٢١مه / باختر:
نهه تنه  پرون مازيګر په سرپل کې ديوفلانکوچ موټر دچپه کېدو له امله ووژل شول .
  دسرپل دوالي وياند ذبيح الله  اماني باختراژانس ته وويل: دغه فلانکوچ موټر دبلخ له ولايت څخه دسرپل  دبلخاب ولسوالۍ  په لور روان و ، چې ددغې ولسوالۍ دشيګي غاښې په سيمه کې  له واټ څخه ووت او چپه شو .
خبرځاى زياته کړه چې ددغې  پېښې په پايله کې دښځو او ماشومانو په گدون ٩ تنه  ووژل شول او ٦ تنه نور ټپيان  او يوماشوم تراوسه پورې  بې درکه دى .
سرچينه زياته کړه : ددغې پېښې درامنځته کېدو علت دموټر زيات ګړنديتوب او دسړک دسور کمښت دى .
ختم_ مدينه- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته