امنیت

يو سوداګر د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٨
د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې پرون يو سوداګر د پوليسو له خوا د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شو.
د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عمرجان حقمل دباختر آژانس خبريال ته وويل: يوې ډلې انسان تښتوونکو يو سوداګر حاجي سردار محمد د ګرشک له ولسوالۍ څخه وتښتاوه.
ده زياته کړه چې پوليسو د دغه سوداګر د آزادولو لپاره عمليات ترسره کړل او له دوو ساعتو وروسته څخه يې دغه سوداګر د ګرشک ولسوالۍ د آدم خان په کلي کې آزاد کړ او د تښتونې په تور يې دوه تنه له دوو ميلو وسلو سره ونيول.
د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شوي سوداګر حاجي سردارمحمد وويل : ((هغه وخت وتښتول شو چې له کورڅخه د سهار د لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته روان و.))
ده زياته کړه چې دى انسان تښتوونکو د پيسو د ترلاسه کولو لپاره تښتولى و.
حاجي سردار محمد په خپل وخت د پوليسو د دغه اقدام له امله قدرداني وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته