ټولنه

لارښودې لوحې ځړول کيږي اودکورونو نمرې ټا کل کيږي .

کابلباختر د جوزا١٢
دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي وزارت او کابل ښاروالۍ نن يو داسې موافقه ليک لاسليک کړ چې د هغه له مخې په کابل ښار کې دټولو کورونو نمرې ټاکل کيږي او په واټونو کې لارښودې لوحې درول کيږي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې:دمخابراتواومعلوماتي تکنالوژي وزيرانجنيراميرزي سنګين او کابل ښاروال دغه موافقه ليک لاسليک کړ.
دمخابراتو اومعلوماتى تکنالوژي وزير د دغه تفاهم ليک له لاسليک کولو مخکې وويل، دکابل ښارپه پلاني او غيرپلاني ساحو کې زياتې پرمختيا او پرمختګ د پتې موندلو ديومناسب لارښود نه شتون زيا تې انديښنې پيدا کړي دي .
انجنير سنګين زياته کړه، د جمهوري رياست له فرمان سره سم اود کابينې په تاييددمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي وزارت اوکا بل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه چې په ګډو هلو ځلو سره له تګنالوژيکي معيارونو سره سم په کابل ښار کې دپتې موندلو ديستم دتطبيق په باب کار وشي چې د هغه له مخې په دې لاره کې دګډو کاري ټيمو نو دسروي کار پيل شوى دى.
دمخابراتو وزارت له کابل ښاروالۍ سره په همکارۍ کې لومړى دواټونو اوکوڅودنومولو کار ترسره کوي او نمرې يې ټاکي او په بيلا بيلو ساحو کې لارښودې لوحې دروي اودکابل ښار برقي نقشه اود جي پي اس کورديناتونه به ددروازو او واټونو د سروي او نمرې ټا کنې په بهير کې دموبايل تيلفونونو او انترنيټ له لارې په واک کې ورکړي شي.
انجنير اميرزي وويل، ددغې پروژې اټکلي لګښت ٢٥ مليونه ډالره په پام کې نيول شوى دى اود اوس لپاره به په امتحاني ډول ديو کال لپاره کاروشي او وروسته دغه بهير دافغاانستان په ټولو ښارونو کې تطبيقيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته