کابل باختر د سلواغې د مياشتې ٧ :
په کابل کې د هند سفير وايي: د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه نه يوازې د افغانانو د امنيت د تامينولو په لاره کې قرباني ورکوي؛ بلکې د سيمې هېوادونه هم له زياترو ډار اچوونکو بريدونو څخه ژغوري .
د باختر آژانس د خبرله مخې :
په کابل کې د هند سفير دغه څرګندونې د افغانستان د کورنيو چارو له وزير سره په کتنه کې کړې دي.
په هغې کتنه کې چې نن د کورنيو چارو د وزير نورالحق علومي او په کابل کې د هند د سفير ترمنځ وشوه، علومي په تيرو څوارلسو کلونوکې ديو دوست هېواد په توګه له افغانستان سره د هند همکاري ارزښتناکه وبلله او د هغې د دوام او پراختيا غوښتنه يې وکړه.
د هند سفيرپه دې ترڅ کې چې له افغانستان سره دخپل هېواد دمرستو د دوام خبرې وکړې څرګنده کړه: د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه نه يوازې د خپل هېواد او خلکو د ګټو او د افغانانو د امنيت د تامينولو په لاره کې قرباني ورکوي؛ بلکې د سيمې هېوادونه هم له زياترو تروريستي پيښوڅخه ژغورلي دي او موږ د افغانستان له پوليسو او دفاعي ځواکونو سره هر راز همکارۍ ته تيار يو.
2 1 دقیقه لوستل