ټولنه

د اوبولګولو دوه کانالونه په ننګرهار کې جوړ شول

– کابل / د کب ۲۳مه / باختر
په ننګرهار کې د اوبو د دوو کانالونو په جوړېدو سره د لومړي ځل لپاره سلګونه هکتاره ځمکو ته اوبه برابرې شوې.
د مرواريد کانالونه په کوز کونړ ولسوالۍ کې موقعيت لري.
د ننګرهار د دريايي حوزې يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغو کانالونو په جوړولو سره د ١٣۵٠هکتاره ځمکې اوبه برابرېږي.
هغه وويل چې د دغو ځمکو د يوې برخې اوبو برابرې شوې دي او له دې وروسته به پکې کرکيله وشي.
د دغو کانالونو د جوړولو لپاره يو مرستندوی بنسټ دوه میليونه ډالر لګولي دي.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته