کابل باختر د غبرګولي اتمه :
دسيمه ئيزو پوليسو يو سرتيرى چې دهرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې د انتخاباتي مرکزونو د امنيت په تامينولو بوخت و، ديرغلګرو په ډزوکې شهيد شو .
دسيمه ئيزو پوليسو دغه سرتيرى پرون ناوخته په ګذرې ولسوالۍ کې کله چې د راى ورکوونکو د نوم ليکنې دمرکزونو د تامينولو په خاطر د دغې ولسوالۍ د خواجه شهاب سيمې ته روان و چې د يرغلګرو په ډزو کې يو پوليس شهيد او بل سرتيرى ټپي شو .
د هرات ولايت د والي وياند جيلاي فرهاد باختر آژانس ته وويل چې پوليسو ددغې قضيې د عاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي.
تر اوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى؛ خو سيمه ئيز مسوولين طالبان ددغه بريد عاملين بولي .
ختم +_ ج – اکرم
0 1 دقیقه لوستل