کابل باختر دغويي دمياشتې ٣ :
د شاهين قول اردو د خونړۍ او زړه بوږنوونکې پيښې د شهيدانو د فاتحې مراسم نن په بغلان ولايت کې پرځاى شول.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د بغلان ولايت په امنيه قوماندانۍ کې جوړه شوې وه؛ د ولايت د مقام مرستيال محمد قديم نيازي، امنيه قوماندان جنرال اکرام الدين سريع، د ملي امنيت رييس، په بغلان کې د ملي اردو د کنډک قوماندان ډګروال ضياوالدين او په لسګونو تنو امنيتي ځواکونو، عالمانو او مجاهدينو برخه اخيستې وه .
جنرال اکرام الدين د دعا د مراسمو له پاى ته رسيدو وروسته د شاهين قول اردو د شهيدانو او د شهيد جنرال عطايي پاک روح ته د دعا په ترڅ کې باختر آژانس ته وويل: تروريستانو د دين په نامه د اسلام تر بيرغ لاندې مسلمان امنيتي ځواکونه، لوى څښتن تعالى ته د سجدې په وخت کې په ډارن ډول شهيدان کړل.
ده زياته کړه: د وحشي تروريستانو دغه عمل د امنيتي ځواکونو روحيه نه کمزورۍ کوي، بلکې له پخوا زيات به د هغوى په وړاندې ودريږو.
دغه راز په دغو مراسموکې د بغلان ولايت د استيناف محکمې رئيس محمد حسن صديقي، په ولايتي شورا کې د خلکو استازى محمد حنيف کهګداى او د بغلان ولايت يوه مخور د امنيتي ځواکونو د ملاتړ په ترڅ کې په شاهين قول اردو کې د طالبانو دغه ناوړه عمل غير اسلامي او غيرانساني وباله او د دولت له خوا يې د دغې پيښې د کلکې څارنې او تعقيب غوښتنه وکړه.
ويل کيږي: په بلخ ولايت کې د شاهين قول اردو په قرارګاه کې په وروستۍ تروريستي پيښه کې څه د پاسه١٥٠تنه پوځيان د جمعې د لمانځه د اداکولو په وخت کې د لسو تنو تروريستانوله خوا شهيدان او ټپيان شول.
3 1 دقیقه لوستل