نړۍ

آلمان دپناه غوښتونکو دستنولو دزياتوالي غوښتنه وکړه

برلين دويچه ويله   باختر دوري دمياشتې ٢٢ :
دآلمان دصدراعظمې انګلا مرکل ددفتر رئيس پتر التماير دهغو پناه غوښتونکو دشمير د دوه برابره کولو غوښتنه وکړه چې ستنول کيږي.
د ده د څرګندونوله  مخې  ؛ دغه دنده د آلمان د ټولو ايالتونو په  غاړه  ده .
ده د پناه غوښتونکودستنولو د دوه برابره کولو په اړتيا باندې په ټينګارسره وويل چې  په تيرو کلونو کې  اووه ديرش زره  دوه  سوه شل تنه په خپله خوښه ستانه شوي دي  او دوه ويشت زره او شل تنه نورهم ستانه کړاى شوي  دي .
د آلمان  دمسيحي د موکرات ګوند دغه  سياستوال  دفونکه درسانه يي ډلې ورځپاڼو ته وويل ؛ د٢٠١٦ ميلادي کال لپاره  واقعبينانه مقياس ددغه شمير دوه برابره کول دي.   همدا اوس دالمان دمهاجرت او دپناه غوښتونکو دچارو  فدرالي اداره بايد په مياشت کې  دڅه دپاسه پنځوسو زرو تنو پناه غوښتونکو په باب تصميم ونيسي   چې ددغه شمير پناه غوښتونکو  څه دپاسه دريمه برخه غوښتنليکونه رديږي.
التماير چې  دآلمان په حکومت کې دپناه غوښتونکو دچارو همغږى کوونکى هم دى وويل ؛ موږ بايد په دې فکر و اوسو دهغو  کسانوشمير  چې ستنول کيږي  مشهود زياتوالى ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته