امنیت

په فاریاب کې د وسله والو طالبانو دوه ولسوالان وژل شوي دي

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۱ مه
د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په دشت خواجه ناموسي سیمه کې د وسله والو طالبانو د دوو ولسوالانو په ګډون دولس تنه طالبان وژل شوي دي.
له ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ هوايي ځواکونو د پشتونکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو کاروان په نښه کړی.
سرچینه زیاتوي چې په دغه برید کې د طالبانو له لورې د پشتونکوټ ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال ملا حزب الله او د المار ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال ملا حاجي عزت الله په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته