امنیت

په غور کې ديوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه .

-کابل باختر د تلي اوومه :
په غور ولايت کې  يوې ځوانې نجلۍ  دزهرجنو توکو په خوړلو سره  خپل ژوند پاى ته ورساوه .
   دغور ولايت  دپوليسو يومقام  دباختراژانس له خبريال سره په اړيکه کې ددغې  اتلس کلنې  نجلۍ  ځان وژنه تاييد کړه   .
تراوسه پورې ددغې ځان وژنې انګيزه  نه ده روښانه شوې او خپلوانو يې هم په دې اړوند چوپه خوله  غوره کړې ده .
  پوليس وايي  چې په دې برخه کې  څيړنې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته