امنیت

طالبانو د سرپل په شيرمو په بريد سره دوه تنه ملکي وګړى ووژل .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې لومړۍ
وسله وال طالبان پرون دسرپل ولايت د شيرموپه سيمې په بريد سره دوه تنه ملکي وګړي ووژل.
دغه غچ اخستوونکى بريد د سولې له بهير سره د دولت د شلو تنو مخالفينو دپوستون په خاطر شوى دى .
دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ دآمنيت آمر سخيداد حيدري دباختر آژانس خبريال ته وويل : مخالفينو دخلکو په کورونو په بريد سره يوه ښځه او يو نارينه ووژل ، سپيان يې ووژل او جسدونه يې د څښاک د اوبو په مخزنونوکې غورځولي دي .
ده زياته کړه: امنيتي ځواکونو د پيښې په باب د خبر په ترلاسه کولو سره سيمې ته ورغلل او د نښتې په بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول.
يوه اړونده  خبرځاى وويل: په دې نښته کې د طالبانو يو مخور قوماندان حسين افتخاري چې ددغه ولايت په بيلابيلو سيموکې يې تروريستي بريدونه ترسره کول؛ سخت ټپي شوى دى.
د امنيت آمر زياته کړه چې د شيرمو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پرځاى پرځاى کيدو سره طالبان تښتيدلي دي او له ساحې څخه د تيښتې په وخت کې يې د خلکو د غنمو نهو درمندونو ته اور واچاوه.     

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته